د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د امنیتي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په لړ کې افغان پولیسو ته په کابل کې ۲ زره او ۳۰۰ نوي موټرسایکلونه او یو شمېر چټک وسایط وېشل شوي دي
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې په وېشل شویو وسایطو کې ۲۰۰۰ موټرسایکلونه امني پولیسو، ۱۰۰ د کابل امنیه قوماندانۍ پولیسو، ۵۰ د اور وژنې او ۱۵۰ د ترافیکو منسوبینو ته سپارل شوي دي
سرچینې زیاته کړې چې له دې وروسته به د پولیسو د هر ارګان وسایط ځانګړی رنګ ولري او پخواني وسایط به هم د همدې تګلارې له مخې رنګ شي څو د پولیسو بېلابېل ارګانونه په اسانه وپېژندل شي
په دې مراسمو کې ویناوالو د امنیتي ځواکونو په معیاري تجهیز ټینګار وکړ او ویې ویل کورنیو چارو وزارت رهبري تل هڅه کوي څو پولیس د عصري او نړۍ وال معیارونو له مخې تجهیز منظم او مسلکي کړي
مسوولین وایي چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ او معیاري تجهیز پروګرامونه به راتلونکې کې هم دوام ولري
چارواکي زیاتوي د یادو وسایطلو د وېش موخه د امنیتي چارو د چټکتیا د ښاریانو ستونزو ته په وخت رسېدنه او پولیسو کاري وړتیا لوړل بلل کیږي

