د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د خپلو چارو د لا ښه والي په موخه د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت تخنیکي او کرنیز وسایط پېرلي او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي دي.
یاد وسایل د دغه شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي له لوري په هډې فارم کې په رسمي ډول د کرنیزو او تخنیکي چارو مسؤلینو ته وسپارل شول څو د یاد شرکت اړوندو کرنیزو فارمونو کې د چارو د لا ښه والي لپاره ترې استفاده وشي.
د شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو رئیس انجنیر حکمت الله معروف وویل ننګرهار وادي کرنیز شرکت د ٦ میلیونه ٤٣ زره او ٣ سوه ٦٤ افغانیو په ارزښت یو باربري خاور د تېلو انتقال یو ټانکر، یو زرنج او درې عرادې کرولا موټرې پېرلي او ترڅنګ یې ګڼ شمېر نور ماشینونه ترمیم کړي هم دي
د نوموړي په وینا د دغو وسایطو په ګټې اخیستنې سره به د ننګرهار وادي شرکت اړوندو فارمونو کې د کارونو چټکتیا، د عواېدو زیاتوالی او د کرنیزو چارو میکانیزه کولو په برخه کې لا زیات پرمختګ رامنځته شي

