د پاکستان مشهورې ورځپاڼې جګ ورځپاڼه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د پاکستان د پورونو کچه د پخوانیو ریکارډونو په ماتولو سره تر ټولو لوړې اندازې ته رسېدلې ده. د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې پورې د دغه هېواد ټول پورونه ۹۷ زره او ۳۰۷ مېلیارده پاکستانۍ کلدارو ته لوړ شوي دي.
راپور څرګندوي، چې له دې جملې ۵۷ زره او ۵۶۶ مېلیارده روپۍ کورني پورونه او له ۳۵ زره مېلیارده څخه زیات بهرني پورونه دي. همداراز ویل شوي، چې د تېر کال په همدې موده کې د پاکستان ټول پورونه ۸۹ زره او ۷۷۴ مېلیارده روپۍ وو، چې ۵۱ زره او ۵۱۸ مېلیارده یې کورني او ۳۳ زره او ۱۳۷ مېلیارده یې بهرني پورونه جوړول.
د شمېرو له مخې، په یوازې یو کال کې د پاکستان د پورونو کچه له ۷ زره او ۵۳۳ مېلیارده روپیو څخه زیاته لوړه شوې ده. اقتصادي شنونکي وایي، د پورونو پرلهپسې زیاتوالی د پاکستان پر اقتصاد، اسعارو او مالي ثبات منفي اغېز کولای شي.

