د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې له ایران او پاکستان هیوادونو څخه په تازه د د دوشنبې په ورځ ۱۲۷۷ نورې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۹۵ تنو ته رسیږي هیواد ته بېرته راستانه شول .
فطرت لیکلي پدې لړ کې د تورخم له لارې ۹۰۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۴۹ تنه کیږي راستانه او له تورخم څخه (۵۴۶) کورنۍ چې (۳۰۱۲) تنه غړي یې لرل، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۲۴۶۹۴۸۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې او د مالي کمېټې له لوري له (۷۰۸) کورنیو سره مجموعًا (۵۸۹۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
مرستیال ویاند لیکي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۲۲۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۹۹) تنه و، هېواد ته راستنې او له سپین بولدک څخه (۷۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۲۵) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۱۱۸۲۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې او د مالي کمېټې له لوري له (۱۳۹) کورنیو سره مجموعًا (۱۱۸۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
ده لیکلي د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۱۲۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۶۰) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۱۴۷۹) مسافر هېواد ته راستانه شوي او د مالي کمېټې له لوري له (۴) کورنیو سره مجموعًا (۲۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې.
نوموړی لیکي د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۲۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۸۷) تنه و، هېواد ته راستنې او د مالي کمېټې له لوري له (۲۴) کورنیو سره مجموعًا (۱۷۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
فطرت دغه راز زیاته کړې چې راستنو شویو کډوالو ته یې په ننګرهار ، لغمان ، زابل ، پکتیا ، لوګر ، کندز او غزني ولایتونو کې د دایمي مېشتیدنې په موخه هستوګنیزو ځمکو نومرې هم ویشلي دي .
نوموړي څرګنده کړې چې په تېره یوه ورځ کې (۱۴۰۳) راستنو شویو کورنیو ته او تر دې مهاله په مجموعي ډول (۲۲۸۵۱) د ځمکو نمرې وېشل شوې دي او دا لړۍ په چټکۍ سره جریان لري.

