د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند د کور او ښار جوړولو وزير مولوي نجيب الله حيات حقاني او تخنيکي ټيم د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې ښارګوټي کې بېرته راستنو شويو کورنيو لپاره د نمرو وېش په موخه د خط اچونې چارې پيل کړي
تخنيکي ټيم د خط اچونې، تخنيکي معيارونو د ځمکو تنظيم او د نمرو وېش په اړه معلومات وړاندې کړل چې مسوولينو له لوري ورته د چارو چټکتيا او شفافيت سپارښتنې وشوې
مسوولينو همدا راز ټينګار وکړ چې د ښارګوټو په جوړولو کې باید د اساسي خدماتو لکه سړکونو، اوبو رسونې، برښنا او نورو ښاري اسانتیاوو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د يادونې ده چې په خانکي ښارګوټي کې راستنو شويو هېوادوالو ته نمرې وويشل شوې او پاتې کورنيو ته په نويو ښارګوټي کې د سرپناه زمينه برابريږي.
بايد وويل شي چې تېره ورځ هم راستنو شويو کورنيو ته ۲۸۲ نمرې ويشل شوي دي

