د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ په ګمبیري سیمه کې پر زر جریبه ځمکه جوړ شوي نوي ښارګوټي کې د کونړ زلزلهځپلو کورنیو ته استوګنیزې نومرې وېشل شوې دي.
د وزارت په وینا، ښارګوټی د معیاري پلان له مخې جوړ شوی چې سړکونه او بنسټیزې اسانتیاوې هم پکې شاملې دي.
همداراز د ښوونځي، جومات، مدرسې، کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکه ټاکل شوې ده. چارواکي وایي، هڅه کېږي زلزلهځپلې کورنۍ پر ځان بسیا او د ټولنې فعال غړي وګرځول شي.

