برېښنا شرکت ويلي وروستیو ورښتونو په هېواد کې د اوبو بندونه ډک کړي او په ټول هېواد کې د برېښنا د وېش کچه د پام وړ لوړه شوې ده
د یادشرکت ویاند محمدصادق حق پرست ویلي دامهال په ډېرو سیمو کې ۲۴ساعته برېښنايي چوپړتیاوې وړاندې کېږي او د برېښنا تولید او غوښتنه له ۹۰ تر سل سلنې لوړه شوې ده.
نوموړي ویلي یاد شرکت د شبکو د پراختیا لپاره نوې برېښنايي شبکې فعاله کړې چې د دوامداره برېښنا د لېږد وړتیا لري

