کونړ – افغانستان
یکشنبه، ۱۲ اپرېل ۲۰۲۶
د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې اوسېدونکي د کلیو او بانډو تر منځ د لویو او کوچنیو لارو د خراب وضعیت څخه شکایت کوي.
د سیمې خلک وایي چې ډېری لارې خامې دي او د بارانونو او سېلابونو له امله په دوامداره توګه ویجاړېږي، چې له امله یې د خلکو ورځني ژوند له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.
د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکي زیاتوي چې د خرابو لارو له امله ناروغان پر وخت روغتونونو ته نه شي رسول کېدای او د ژوند نورې چارې هم ټکنۍ شوې دي.
یادونه کېږي چې کونړ یو غرنی ولایت دی او ډېری اوسېدونکي یې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي، چیرې چې سړکونه اکثره د خلکو له خوا د اشر په ډول جوړ شوي، خو بنسټیزه رغونه نه ده شوې.




ځایي مشران، ملک سرګند او ملک شیرعالم، وايي:
“زموږ ولسوالۍ تل د پراختیايي پروژو څخه پاتې شوې ده، نه په تېر نظام کې ورته پاملرنه شوې او نه هم اوس. موږ له مسؤلینو هیله لرو چې زموږ ستونزې حل کړي.”
بلخوا، د کونړ د والي مرستیال، مولوي عبدالله حقاني، ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په دې ولسوالۍ کې ګڼې پراختیايي پروژې پلي شوې دي او ژر به د سړکونو د جوړولو کار هم پیل شي.
هغه زیاتوي:
“موږ د خلکو له ستونزو خبر یو او هڅه کوو چې په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړو، ځکه دا زموږ مسؤلیت دی.
د کونړ دانګام ولسوالۍ کې د سړکونو خرابوالی؛ د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ
