په کابل کې د نسبتاً قوي زلزلې له امله د یوې کورنۍ لږ تر لږه اته غړي ژوند له لاسه ورکړی او یو ماشوم ټپي شوی دی.
پېښه د بګرامي ولسوالۍ اړوند په ګوسفنددره سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کابل ولایت د مقام ویاند حافظ بشارت ویلي، چې د دې پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو. د نوموړي په وینا، په مړو شویو کې پلار، مور، څلور لوڼې او دوه زامن شامل دي.
هغه زیاته کړه، چې په دې پېښه کې یو ماشوم هم ټپي شوی دی.
د معلوماتو له مخې، دغه زلزله د ۵.۸ ریشتر په کچه د هندوکش سیمه کې رامنځته شوې ده. د د جرمني د ځمکپوهنې څېړنیز مرکز په وینا، دا زلزله د ځمکې شاوخوا ۱۷۷ کیلومتره ژوروالي کې شوې ده.
د دې زلزلې لړزې نه یوازې په کابل، بلکې د اسلامآباد او نوي ډیلي په ګډون د سیمې په بېلابېلو برخو کې هم احساس شوې دي.

