د جلال ښار اوسېدونکي وایي، د بارانونو پر مهال د ښار د ویالو بندښت له امله په بېلابېلو سیمو کې اوبه ډنډ کېږي چې د دوی ورځنی ژوند یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
د ښار یو شمېر اوسېدونکي لکه روحید سهاک او سیدعالم خان مومند وایي، د جلالاباد ښار د پخواني نفوس پر بنسټ جوړ شوی، خو اوس د خلکو شمېر څو برابره زیات شوی چې له امله یې اوسني ویالې د اوبو د ایستلو توان نه لري. د دوی په وینا، د اورښتونو پر مهال د سړکونو ډنډ کېدل د تګ راتګ پر وړاندې جدي خنډونه جوړوي.
په همدې حال کې، د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي وایي چې په هر ډول شرایطو کې د ویالو د پاکولو هڅه کوي، خو له ښاریانو او هټیوالو غواړي چې د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او د ښار د پاکوالي په برخه کې ورسره همکاري وکړي. د تنظیف کارکوونکو په خبره، د خلکو همکاري د دغې ستونزې په کمولو کې مهم رول لري.
د جلالاباد ښاروالۍ د تنظیف امر حضرت علي هم د ښار د پاکوالي او د کثافاتو د سم مدیریت په برخه کې د ښاریانو پر همکارۍ ټینګار کوي او وایي چې د ښار پاک ساتل د ټولو ګډ مسوولیت دی.
بلخوا، د ښاروالۍ مسوولین د دغې ستونزې د دایمي حل لپاره د ښار په بېلابېلو سیمو کې د لویو ویالو د جوړولو د پروژو د پلي کېدو خبر ورکوي. د ښاروالۍ ویاند حامد محمودي وایي، پلان لري چې د ښار له مهمو سیمو لکه چوک تالاشي، قل اردو، انګورباغ، د مخابراتو چوک، حوزوي روغتون او بهسودو پر لور د لویو ویالو جوړول پلي کړي، چې له مخې به یې د اوبو ډنډ کېدو ستونزه په بنسټیز ډول حل شي.
د یادونې وړ ده چې پخوا د ښار د اوبو د ایستلو لپاره یوه لویه ویاله (نهر) موجوده وه چې اوبه یې د کابل سیند ته انتقالولې، خو اوس د نفوس د زیاتوالي او د ښار د پراختیا له امله دغه سیستم اغېزمنتیا له لاسه ورکړې ده.

