د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، افغانستان د داعش ډلې له شتون څخه پاک شوی او د اسلامي امارت ځواکونو د دغې پدیدې پر وړاندې پرېکنده مبارزه کړې ده.
مجاهد رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې د داعش غړي د پاکستان له خاورې استفاده کوي، هلته روزنه ترلاسه کوي او ملاتړ یې کېږي.
هغه زیاته کړې، چې د داعش ځالې په پاکستان کې دي او دغه ډله له هغه ځایه د سیمې امنیت له ننګونو سره مخ کوي
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

