د افغانستان د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیحالدین فطرت د جګړهییزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ د نویو ځوانانو په فراغت غونډه کې ویلي، هغه څوک چې د اوسني نظام پر وړاندې جبهې جوړوي افغانان نه دي.
فطرت ویلي، له هېواده تښتېدلي د پاکستان غېږ ته لوېدلي او هلته ورته کمپونه جوړ شوي، څو یو ځل بیا د پاکستان په غوښتنه له افغانانو راغلې هوساینه او ارام ژوند واخلي.
نوموړي ویلي، د اسلامي امارت پر وړاندې مخالفې ډلې او جبهې د پاکستان له لوري تمویل او تجهیزیږي.
لوی درستیز ډاډ ورکړی، چې پردي پاله به دغه ارمان ته ونه رسیږي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

