د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د خپل سفر پر مهال د نجراب، الهسای او تګاب ولسوالیو د ۴۵.۷ کیلومتره سړکونو د اساسي رغونې له بهیر څخه لیدنه او ارزونه کړې ده.
د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر وايي، په دغو پروژو کې د نجراب ولسوالۍ د ۱۳.۷ کیلومتره، د الهسای ولسوالۍ د ۱۸.۵ کیلومتره او د تګاب ولسوالۍ د ۱۳.۵ کیلومتره سړکونو رغونه شامله ده چې چارې یې دا مهال روانې دي.
د سرچینې په وینا، د ټولګټو وزیر د پروژو د لیدنې پر مهال له قراردادي شرکتونو او تطبیق کوونکو ټیمونو غوښتي چې د رغنیزو چارو چټکتیا، ودانيزو معیارونو او د کار کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د کاپیسا د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ، ټرانسپورټي اړیکو، سوداګرۍ او د کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د ويلو ده چې د نجراب د سړک په پروژه کې د یوه پله او ۹۰ پلګوټو جوړول هم شامل دي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

