
کابل | دوشنبه، د نومبر ۲۳مه، ۲۰۲۶ | ۲ قوس ۱۴۰۵
د ځوانانو اسیا جام سیالیو کې د افغانستان الف لوبډلې (ابداليانو) د هانګ کانګ الف لوبډلې ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او په دې سیالیو کې یې لومړنۍ بریا خپله کړه. هانګ کانګ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۶۶ منډې وکړې چې افغانستان په ۱۱ اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړې کړې؛ الله محمد غضنفر څلور او نصیر خان معروفخېل درې وېکټې واخیستې، او دروېش رسولي ۵۰ منډې وکړې.
سرچینه: بي بي سي پښتو
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

