
د بریتانیا او اروپا د ګاز بیې وروسته له هغه لوړې شوې چې په قطر او ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه وشول. دا بیه د بریتانیا او اروپا لویو بازارونو کې تر ۲۵ سلنې ډېره لوړه شوې ده. ډونلډ ټرمپ ایران ته ګواښ وکړ، که پر قطر نور بریدونه وکړي، نو دی به یې مخه ونیسي. دا وروسته له هغه دي چې د د قطر راس لافان د انرژۍ کمپلکس کې پراخ زیان راپور وکړل شو.

هېګسیټ: د وژل شویو امریکایي سرتېرو کورنۍ رانه غواړي چې ‘کار بشپړ’ کړو

د امریکا دفاع وزیر پیت هېګسېټ وايي، دی او ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون (چارشنبه) له ایران سره په جګړه کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو د مړو د وروړل کېدو پر وخت حاضر وو.
نوموړي وویل، د وژل شویو امریکايي سرتېرو کورنیو له ده (هېګسېټ) او ولسمشر ټرمپ وغوښتل، دا ډاډمنه کړي چې د کار تر بشپړېدو مخکې به لاس نه اخلي.
د امریکا دفاع وزیر وویل: “یقینآ، چې موږ به دا کار پای ته ورسوو… موږ به د دوی قربانۍ ته درناوی وکړو.”
