د قطر تېلو دولتي شرکت ویلي، په راس لفان صنعتي سیمه کې د توغندیزو بریدونو له امله ”پراخ زیان” اوښتی دی. راس لفان له هغو ځایونو یوو چې ایران په خپله خبرداری کې یاد کړی و او ویلي یې وو، که د دې هېواد د سویلي پارس ګازو تاسیسات د اسرائیلو له بریدونو سره په نښه شي، ”پرېکنده اقدام” به وکړي.
قطر دوو ایراني دیپلوماتانو ته امر کړی، چې له دې هېواده ووځي
د قطر بهرنیو چارو وزارت په خپل هېواد کې د ایران سفارت پوځي او امنیت څانګو استازو (اتاشې) ته امر کړی، چې د خپل دفتر له اړوند مسوولینو سره یو ځای له دې هېواده ووځي. دا امر د قطر پر راس لفان صنعتي سیمه له یوه برید وروسته شوی.
د قطر بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، دواړو ”ناخوښو” کسانو ته له دې هېواده د وتلو لپاره ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی دی او په وینا یې دا د اقدام یې له پرلپسې ایراني بریدونو وروسته کړی.
په دې هکله یوه پیغام کې چې پر خواله رسنیو خپور شوی، قطر ویلي، که ایران داسې ”دښمنانه” کړنو ته دوام ورکړي، قطر به د ځان خوندیتوب لپاره نور اقدامات وکړي.
د قطر تېلو دولتي شرکت ویلي، په راس لفان صنعتي سیمه کې د توغندیزو بریدونو له امله ”پراخ زیان” اوښتی دی.

راس لفان له هغو ځایونو یوو چې ایران په خپله خبرداری کې یاد کړی و او ویلي یې وو، که د دې هېواد د سویلي پارس ګازو تاسیسات د اسرائیلو له بریدونو سره په نښه شي، ”پرېکنده اقدام” به وکړي.
د ایران سویلي پارس د نړۍ د طبیعي ګازو تر ټولو ستره زیرمه ده، چې قطر او ایران پکې خپل تاسیسات لري.
اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل BBC Pashto
