د بریتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر د پارلمان یوې کمېټې ته ویلي چې هېواد یې په چټکۍ سره بحرین ته د لنډ واټن هوايي دفاع سیستمونه استوي.

هغه زیاته کړه چې بریتانیا ورته اقدامات له کویټ او سعودي عربستان سره هم ترسره کوي.
سټارمر وویل چې بریتانیا له صنعتي سکتور سره په ګډه کار کوي تر څو د خلیج هېوادونو شریکانو ته د هوايي دفاع توغندي ورسوي، او همدارنګه یې هلته د هوايي حریم متخصصین هم ځای پر ځای کړي دي.
