د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس ویلي چې جرمني له ایران سره په جګړه کې برخه نه اخلي، خو له خپلو نړیوالو شریکانو او د سیمې هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او د شخړې د پای لپاره ډیپلوماټیک ملاتړ کوي. هغه ټینګار کړی چې د اروپا لپاره مهمه ده چې جګړه ژر پای ته ورسېږي او سیمه لا زیاته بېثباته نه شي.

همدارنګه، جرمني هڅه کوي له نړیوالو شریکانو سره ګډ کار وکړي تر څو د منځني ختیځ لپاره یو باثباته او سولهییز حل پیدا کړي.
راپورونو له مخې، ترکیه، مصر او پاکستان په تېرو دوو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ د پیغامونو د لېږد مهم رول لوبولی دی.
د دغو هېوادونو لوړپوړو چارواکو جلا جلا خبرې کړي د امریکا استازي سټیو وټکوف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره یې لیدنې درلودې دا هڅې د جګړې د کمولو او د سیاسي حل موندلو لپاره روانې
رویترز
