ایراني رسنیو د ځینو پوځي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې که د ځمکې له لارې د ایران پر سویلي ټاپوګانو بریدونه وشي، نو ښايي نورې جبهې هم په فعالیت پیل وکړي.
د راپورونو له مخې، په یمن کې د انصارالله (حوثیانو) ډلې هم چمتووالی نیولی چې د بابالمندب مهم سمندري تنګي کنټرول په لاس کې واخلي.
بابالمندب تنګی د هرمز تنګي وروسته د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي، چې د سره سمندر او د عدن خلیج ترمنځ موقعیت لري او د نړیوالې سوداګرۍ لپاره ځانګړی اهمیت لري.

