د کندهار د کډوالو چارو ریاست وایي، په روانه اونۍ کې ۴۲۶ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د سپین بولدک د لېږد امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په بند کې ساتل شوي وو.
چارواکي زیاتوي، یاد کډوال تر ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

