د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، ۶۸۲ کډوالې کورنۍ چې ۳۵۷۴ کسان کېږي، د تورخم، سپینبولدک، ورېښمو پله او اسلامکلا بندرونو له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. د راپور له مخې، تر ټولو ډېرې کورنۍ د تورخم بندر له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
کمېسیون زیاته کړې چې سلګونو راستنو شوو کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې او ۴۵۹ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. د هغوی د ترانسپورټ لګښتونو لپاره هم ځانګړې بودیجه ورکړل شوې ده.
همدارنګه راستنېدونکو ته په بېلابېلو مرکزونو کې روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي او ټولو کډوالو ته سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

