د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۲۹۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې دي
د یاد ریاست د نشراتو مسوول سردار زیار ویلي، چې له دغو کروندو څخه د شاوخوا ۸ زره ۲۶۵ ټنه هندواڼو د حاصلاتو ترلاسه کېدو اټکل کېږي
د نوموړي په وینا، د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لاملونه د اصلاح شویو تخمونو کارول، د نباتي ناروغیو پر وخت مخنیوی او بزګرانو ته د کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو له لوري د اړینو تخنیکي سلا مشورو وړاندې کول دي
هغه زیاته کړه، چې د هندواڼو د حاصلاتو له زیاتوالي سره هممهاله سلګونه ځوانان په مستقیم ډول د پالیزونو په چارو بوخت دي او سلګونه نور د سوداګرۍ او لېږد رالېږد له لارې په غیر مستقیم ډول عاید ترلاسه کوي

