بیړنی راپور | د اوبو سخت کمښت
شنبه، اپرېل ۲۵، ۲۰۲۶
افغانستان – کونړ ولایت، اسدآباد
کونړ کې د وچکالۍ له امله زرګونه کورنۍ د اوبو له سخت کمښت سره مخ
د کونړ ولایت په ګڼو سیمو کې سږکال د وچکالۍ له امله خلک د څښاک پاکو اوبو له جدي کمښت سره مخ شوي دي. د یاد ولایت د مرکز اسدآباد اړوند شاوخوا سیمو اوسېدونکي وايي چې د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لري او اړ دي چې د اوبو موندلو لپاره اوږده واټنونه په پلي تګ ووهي.
ځايي اوسېدونکي زیاتوي چې میرمنې او ماشومان یې هره ورځ څو کیلومتره مزل کوي تر څو اوبه راوړي، چې دا کار نه یوازې ستړی کوونکی دی بلکې د دوی پر روغتیا او رواني حالت هم ناوړه اغېز لري.
د اسدآباد اړوند د قارغانو سیمې اوسېدونکي، چې شاوخوا درې زره کورنۍ پکې ژوند کوي، وايي چې پخوا حکومت ورته څاګانې کیندلې وې، خو اوس هغه وچې شوې دي او خلکو ته د اوبو لاسرسی سخت شوی دی.




د سیمې اوسېدونکي باچا او اسرارالدین وایي:
«زمونږ میرمنې او ماشومان نږدې پنځه کیلومتره د اوبو لپاره پلي مزل کوي، ډېر وخت ناروغه کېږي. موږ نه د څښاک اوبه لرو، نه د څارویو او نه د کرنې لپاره. که زموږ ستونزې حل نه شي، اړ به شو خپلې سیمې پرېږدو.»
بلخوا د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې تېر کال یې د بېلابېلو موسسو په همکارۍ د اوبو رسولو سلګونه پروژې پلې کړې دي، چې له امله یې زرګونو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.
کونړ کې د وچکالۍ له امله زرګونه کورنۍ د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی
د دغه ریاست مشر مولوي شمسالرحمن سیلاب وایي چې د راتلونکي کال لپاره هم له موسسو سره خبرې روانې دي تر څو پاتې سیمو ته هم د اوبو رسولو پروژې وغځوي. هغه زیاتوي:
«موږ هڅه کوو چې د خپلو خلکو ستونزې حل کړو او تر خپلې وسې به ورسره مرسته کوو.»
کارپوهان وايي چې که د اوبو کمښت ته جدي پاملرنه ونه شي، نو دا به د سیمې پر ژوند، کرنې او خلکو د پاتې کېدو پر وضعیت ژور منفي اغېز ولري.
