د ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست تر چتر لاندې د افغانستان بشري مرستو صندوق (اې اېچ اېف) مؤسسې په مالي ملاتړ د سره رود ولسوالۍ په اتحاد سیمه کې د پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
د یادې شبکې د جوړولو لګښت ۶.۶ میلیونه افغانۍ دی چې په بشپړېدو سره به یې د اتحاد، وحدت او زاوه وال سیمو ۳۶۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
په دې پروژه کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د درېیو څاه ګانو جوړول، د ۱۰ متره مکعب ظرفیت لرونکو درېیو ذخیرو جوړول، د شپږ کیلومتره په اوږدوالي د پایپونو غځول، د سولري برېښنا سیستم نصب او د ۲۱۰ شېر دهنونو جوړول شامل دي
سرچینه : ننګرهار رسنيو دفتر

