د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې خبر ورکړی چې د کابل د بګرامیو ولسوالۍ په یوه استوګنیزه سیمه کې د پخوانیو جګړو پاتې یو دروند بم په خوندي ډول شنډ شوی دی.
د چارواکو په وینا، دغه ۱۰۰ کیلوګرامه بم د کیندنې پر مهال د هلوټرسټ ماینپاکۍ موسسې د تخنیکي ډلې په مرسته موندل شوی و. ویل کېږي چې بم کې نږدې ۴۲ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد موجود وو او فیوز یې هم فعال حالت درلود.
مسوولینو ویلي، د خطر د مخنیوي لپاره له درې زرو ډېرې د شګو بورۍ کارول شوې او وروسته بم خوندي ځای ته لېږدول شوی او له منځه وړل شوی دی.
یادې ادارې له خلکو غوښتي چې د هر ډول شکمنو چاودېدونکو توکو د لیدو پر مهال ژر تر ژره امنیتي او اړوندو ادارو ته خبر ورکړي.

