د بهرنیو چارو وزارت وایي مولوي امیر خان متقي د چین له ځانګړي استازي یو شیاوینګ سره په کابل کې لیدلي دي
ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په یاده ناسته کې د دوهاړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا سیمهییز امنیت او د ارومچي د خبرو د بهیر د پرمختګ په اړه خبرې شوي
خبرپاڼه وایي چې ناسته کې د چین ځانګړي استازي د ارومچي د خبرو د بهیر پر دوام او اغېزمنتیا ټینګار کړی او دا یې د سیمهییز ثبات او همغږۍ لپاره یو مهم چوکاټ بللی
استازي ویلي چې د دې بهیر راتلونکی پړاو باید له روښانه تمرکز سره عملي پایلو ته زمینه برابره کړي او په همدې موخه یې د جدي تعامل، اعتماد جوړونې، او تفاهم پر اهمیت ټینګار وکړ
مولوي امیرخان متقي پدې ناسته کې چینایي استازي ته ویلي چې د سیمې ثبات توازن، اقتصادي همکاري، او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي محورونه جوړوي
نوموړي ټینګار وکړ چې د خبرو د بهیر بریالیتوب د واقعي اقداماتو، د باور د فضا د پیاوړتیا، او د کړکېچ د کچې د ټیټ ساتلو پورې تړلی دی او اسلامي امارت په همدې برخو کي د پام وړ ګامونه اخستي دي
سرچینه زیاتوي چې په ناسته کې ټینګار وشو چې راتلونکی پړاو باید د روښانه، عملي او پایلهمحورې اجنډا پر بنسټ پرمخ ولاړ شي څو د سیمې د هېوادونو ترمنځ دوامداره ثبات او همکاري لا پیاوړې شي

