د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې ځواکونو په خپله اړونده سیمه کې هغه درې تنه نیولي، چې څو ورځې وړاندې یې د یوه کس موټر غلا کړی و.
د یادې حوزې مسؤولین وایي، دغه کسان یې وروسته له هغه ونیول چې د موټر مالک د خپل موټر د غلا کېدو په تړاو امنیتي ځواکونو ته شکایت وکړ.
د مسؤولینو په وینا، غلا شوی موټر بېرته ترلاسه شوی او خپل اصلي مالک ته سپارل شوی دی.
دوی زیاتوي، د نیول شویو کسانو دوسیه بشپړه او د قانوني څېړنو لپاره اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې ده، ترڅو د خپلو کړنو له مخې قانوني سزا وویني
مسعود عربزی

