د لغمان د ټولګټو ریاست وايي په دغه ولایت کې د یو شمېر مهمو عمومي سړکونو د بیارغونې او داغګیرۍ چارې پیل شوې دي.
د یاد ریاست د نشراتو مسؤل، انجنیر سید عبدالله سادات، وایي چې دغه پروژه د ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ریاست د ماشینرۍ او مسلکي کارکوونکو له لوري پلې کېږي.
سادات په خبره، په دې پروژه کې د کابل-جلال اباد لویې لارې، سربېره پر الینګار او قرغیو ولسوالیو ته تلونکو سړکونو د ترمیم او داغګیرۍ چارې روانې دي.
سادات زیاته کړه، چې د پروژې ساختماني مواد یو خصوصي شرکت برابروي او ټاکل شوې ده چې ټولې چارې یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
د چارواکو په خبره، د دغو سړکونو ترمیم به د لا زیاتو ویجاړیو مخه ونیسي، د تګ راتګ اسانتیاوې به ښه کړي او د ترافیکي پېښو په کمېدو کې به هم مهم رول ولوبوي.
سرچینه : باختر خبري اژانس

