د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي په پام کې لري چې روان کال کې د ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې یو ستر او نړیوال نندارتون په لاره واچوي
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي ددغې نندارتو ن موخه په هېواد کې دمخابراتو د سکټور د ملاتړ او لاسته راوړنو په تړاو د معلوماتو شریک دي
الکوزی وایي دغه نندارتون به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په مشرۍ جوړ شي او په ترڅ کې به یې بېلابېل علمي، تخنیکي او معلوماتي پروګرامونه هم ترسره شي.
نوموړی له هېوادوالو غواړي چې په دې نندارتون کې ګډون وکړي او د افغانستان د ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخه کې له وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو څخه له نږدې لیدنه وکړي
هغه له مخابراتي شرکتونو هم غوښتي چې د نویو ټکنالوژیو، نوښتونو او تجربو د شریکولو او ترلاسه کولو په موخه په دې نندارتون کې ګډون وکړي.
راپور: مسعود عربزی

