د کابل ښاروالۍ ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته د کابل ښاروالۍ له ۴څخه تر ۶۰په پلنوالي سره ۴۵۰کیلومټره سړکونه سفالټ، کانکریټ او په تیږو پوښلي دي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري او چاپېریالي خدماتو معین مولوي خالد سجستاني ویلي، یاده موده کې ۴۷۲زره ۹۵۷متره سړکونه ترمیم شوي هم دي. نوموړي ویلي، یاده موده کې ۱۸زره ۵۸۵متره کانالونه جوړ شوي او ۶زره ۱۴۷متره نور تر کار لاندې دي.
دغه راز بېلابېلو ناحیو کې د ۱۱زره ۲۸۷ جایدادونو د استملاک چارې بشپړې شوې دي. یاده موده کې کابل ښاروالي ۶میلیونه ۳۹۹زره نیالګي او بوټي تولید، تکثیر او کېنولي او ۱۲پارکونه جوړ او بیارغول شوي او درې نور تر کار لاندې دي.

