پېښور کې د امریکا قونسلګري د امنیتي اندېښنو له امله وتړل شوه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه د کارکوونکو د امنیت او د سرچینو د اغېزمن مدیریت په موخه شوې ده.
له دې وروسته به د خېبرپښتونخوا اړوند ټولې ډیپلوماټیکې چارې په اسلاماباد کې د امریکا د سفارت د خېبرپښتونخوا څانګې له لارې پر مخ وړل کېږي.
هاخوا راپورونه وایي، چې فرانسې هم د پاکستان کراچۍ ښار کې د تل لپاره د خپلې قونسلګرۍ د تړلو پرېکړه کړې ده.
په دې ورستیو کې د خیبرپښتونخوا، سربیره په بلوچستان او ان سند کې هم ناامني پراخه شوې چې ور سره هلته سیاسي او اقتصادي حالت خراب شوی دی.
سرچینه : حریت

