د بهرنیو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د اسلامي امارت د مشرتابه د ۳۱م فرمان، چې د کوکنارو د کښت د ممنوعیت په اړه صادر شوی، د تشریح او تبیین غونډه ترسره کړه.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم، د وزارت یو شمېر مسؤلینو، کارکوونکو او علماوو ګډون کړی و.
ګډونوالو د یاد فرمان پر موخو، ټولنیزو او حقوقي اړخونو او همدارنګه د نشهیي توکو د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت پر تګلارې خبرې وکړې.
ډاکټر محمد نعیم په خپلو څرګندونو کې وویل چې د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه د ټولنې د هر وګړي ګډ مسؤلیت دی او ټول باید په دې برخه کې خپله ونډه ادا کړي.
هغه زیاته کړه چې د فرمان اغېزمن او بشپړ تطبیق د ټولنې د روغتیا، امنیت او سوکالۍ ترڅنګ د هېواد د پرمختګ، نړیوال اعتبار او د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا لپاره هم مهم دی.
نوموړي د ټولو اړوندو ادارو ترمنځ پر همغږۍ او ګډو هڅو ټینګار وکړ او ویې ویل چې که ځوانان په نشهیي توکو اخته شي، د ټولنې پر راتلونکې او پرمختګ به منفي اغېزې ولري.
په پای کې، ډاکټر محمد نعیم له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې د نشهیي توکو پر وړاندې د عامه پوهاوي، مخنیوي او د اسلامي امارت د مشرتابه د ۳۱م فرمان د احکامو د عملي کېدو لپاره خپلې هڅې او همکارۍ لا پیاوړې کړي.
راپور : مسعود عربزی

