دفاع وزارت ویلي، افغان دفاعي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سرحدي سیمو کې سلګونه توکي، روغتیايي وسایط او قاچاقي وسلې کشف او ضبط کړي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دغو قاچاقي توکو کې ٩ کارتنه بیلابیل ډول روغتیایي درمل او طبي توکي ٢٣ بنډله ثانیه سوز، (۲۳۰۰) ګرامه اپین ١٨ کیلو شیشه، ٨ میله کلاشینکوفونه، ٢میله روسي پیکا، ٧میله ایم څلور ١٢ قبضې تفنګچې، ٢٦٢ فیره بېلابېل ډول ثقيله مرمۍ، ٦ عرادې موټرسایکلونه او د ٥٦ عراده موټر او پرزې شاملې دي.
همداراز د دغو قاچاقي توکو سره ١٦ تنه قاچاقبران هم نیول شوي، چې غوښتل یې یاد توکي په غیرې قانوني توګه له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته انتقال کړي.
د دغه وزارت په وینا؛ نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو قانوني مراجعو ته سپارل شوي دي.
مسعود عربزی

