د امریکا د دفاع وزیر پيټ هېګسېت خبرداری ورکړی که ایران د هوکړې له مخې خپلې ژمنې عملي نه کړي امریکا کولی شي بیا پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي او که اړتیا شي پوځي اقدامات هم له سره پیل کړي
تر دې مخکې ډونالډ ټرمپ د ایران سره د شوې هوکړې دفاع کړې او هغه کسان یې چې پر ده نیوکه کوي او وايي چې له ایران سره یې کافي سخت دریځ نه دی نیولی «ناپوه او حسود» بللي دي
په همدې حال کې، چین د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی او له دواړو لورو یې غوښتي چې د خبرو اترو په راتلونکو پړاوونو کې هم همکاري روانه وساتي څو په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات هڅې لا پیاوړې شي

