د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د ټاپي پروژې له ودانیزو چارو څخه د لیدنې پر مهال د یادې پروژې تخنیکي او عملي پرمختګ ارزولی دی.
بدري ویلي د ټاپي پروژې بشپړېدل به د اقتصادي ودې، کارموندنې او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا برخه کې مهم رول ولري.
د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان خاوره کې د ټاپي نللیکې ودانیزې چارې چټکې شوې او تر دې دمه ۴۴کیلومټره غځول شوې او ۱۲۴کیلومټره مسیر ورته چمتو شوی دی.
ټاپي پروژه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږد وي چې د سیمې له مهمو اقتصادي هغو ګڼل کېږي.

