د کونړولایت د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د بیارغونې په برخه کې د کارونو د ترسره کېدو غوښتنه کوي.
دوی وايي، د لویو او فرعي لارو جوړول، د روغتیايي مرکزونو رامنځته کول او د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول هغه اساسي اړتیاوې دي چې باید ورته پاملرنه وشي.
د کونړ د دیګل درې اوسېدونکي، چې نږدې دوه زره کورنۍ پکې ژوند کوي، له مسوولینو غواړي چې د سیمې د بیارغونې او خلکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
په ورته مهال، د کونړ ولایتي ادارې مسوولین وايي، هڅه کوي خلکو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.
د دوې په وینا، د بیارغونې په برخه کې یو شمېر پروژې منظورې شوې دي چې ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.
کونړ هغه ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي یې په لرې پرتو او غرنیو سیمو کې ژوند کوي؛ خو مسوولین وايي، هڅه کوي دغو سیمو ته د بیارغونې او پراختیا په برخه کې بېلابېلې پروژې ورسوي.
راپور : پرویز مومند

