د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو خبر ورکړی، چې له ازبکستان سره د نږدې ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغان پنبې د صادراتو تړونونه لاسلیک شوي دي.
د دوی په خبره، ازبکستان د افغانستان له پنبې سره ځانګړې لېوالتیا ښودلې او هڅه کوي چې په راتلونکې کې له افغان سوداګرو سره خپلې سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې کړي.
د یادې خونې چارواکي زیاتوي، چې د افغانستان د پنبې کیفیت د سیمې د بازارونو پام ځانته اړولی او همدې چارې د صادراتو کچه لوړه کړې ده.
د دوی په وینا، د کرنې او سوداګرۍ سکټورونو ترمنځ همغږي کولی شي د پنبې تولید او بهرنیو بازارونو ته د هغې لېږد لا زیات پیاوړی کړي.
بل لور ته، له ایران سره د سوداګریزو اړیکو له پراختیا وروسته، شاوخوا ۴۰ موټره پنبه هم ایران ته صادر شوې ده.
سوداګر باور لري چې که د ترانزیټ او ګمرکي اسانتیاوو برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي، نو د افغانستان صادرات به څو برابره زیات شي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر دې مخکې ویلي وو، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۰۴ زره ټنو څخه زیاته پنبه بېلابېلو هېوادونو ته صادره شوې ده.
د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د پنبې صادرات نه یوازې د هېواد اقتصادي وضعیت پیاوړی کوي، بلکې زرګونو بزګرانو او سوداګرو ته د کار او عاید ښه فرصتونه هم برابروي.

