د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه یې ازادې کړې ده او سویس کې د ایران سره د خبرو د لومړي پړاو له پایلو یې رضایت څرګند کړی دی.
هغه ویلي، دا پیسې به د خوراکي توکو د پېرلو لپاره وکارول شي او په ځانګړي ډول به له امریکا او امریکایي کروندګرو څخه مواد واخیستل شي.
له بلې خوا د ایران د مرکزي بانک رییس عبدالناصر همتي ویلي، چې د دغو لومړیو شپږ میلیارده ډالرو د لګولو څرنګوالی د هغې هوکړې له مخې ټاکل شوی چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د امریکا او ایران ترمنځ لاسلیک شوې وه.
سرچينه : بي بي سي

