د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، واشنګټن له تهران سره په خبرو بوخت دی او له ایران سره هوکړه تر پوځي اقدامه غوره بولي.
الجزیرې راپور ورکړی چې ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د نوادا ایالت کې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې ټرمپ ادعا کړې، امریکا تر هغه وړاندې چې ایراني چارواکي د خبرو غوښتنه وکړي، د «دویمې نړیوالې جګړې راوروسته د تر ټولو ستر برید» ترسره کولو ته چمتووالی نیولی و.
خو ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته باید اجازه ورنه کړل شي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي
سرچینه : شرق نیوز

