د نیپال په ګورخا ولسوالۍ کې ناڅاپي سېلاب راوتلی چې له امله یې د سالیري بازار ګڼې برخې تر اوبو لاندې شوې او د ځايي خلکو ترمنځ یې د احتمالي خطرونو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، ښايي د ځمکې ښویېدنې له امله د سیند د اوبو کچه ناڅاپه لوړه شوې وي. ځايي چارواکو له خلکو غوښتي چې د تریشولي دوبهان تر سیمې پورې د سیند له غاړو لرې پاتې شي او د خطر د دوام له امله خوندي لوړو سیمو ته ولاړ شي.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې تېزو اوبو د بازار او شاوخوا سیمې یې له خطر سره مخ کړې دي.
تر اوسه د دې سېلاب له امله د احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
سرچينه: شرق نيوز

