د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، د جیبوټي په ساحل کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله د ۱۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳۹ کسان مړه شوي او ۸۴ نور نادرکه دي.
د رویټرز د راپور له مخې، پېښه د اکټوبر په اتمه او نهمه شپه د جیبوټي د اوبوک بندري ښار شمال ته، ګوهیره سیمې ته نږدې شوې ده.
په کښتۍ کې ۳۰۵ کډوال سپاره وو چې غوښتل یې له جیبوټي څخه یمن او وروسته د خلیج شتمنو هېوادونو ته د کار موندلو لپاره سفر وکړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان په وینا، په پېښه کې ۸۲ کسان ژغورل شوي او د نادرکه کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.
په جیبوټي کې د دغه سازمان د دفتر مشر الکساندر کواساک ویلي، مرستندویې ډلې له سیمهییزو چارواکو سره یوځای د ژغورل شوو کسانو د ملاتړ لپاره کار کوي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې له افریقا ښکر څخه یمن ته د کډوالۍ خطرناکه لاره لا هم د ګڼو کسانو ژوند اخلي، او د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې په دې مسیر کې تر ۹۰۰ ډېر کډوال مړه یا نادرکه شوي دي.
سرچينه: شرق نيوز

