په نورستان ولایت کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو ۱۰ شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه شبکې د ډاکار مؤسسې په همکارۍ او د یونیسف مؤسسې په مالي ملاتړ د پارون، وانت، واما، منډول، دواب، کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې جوړې شوې دي.
د نورستان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، یادې شبکې ۹۹۹ د اوبو نلونه لري او ۲۴۴۷ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.
د دغو پروژو د پلي کېدو پرمهال شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د اوبو رسولو ۱۰ نورې شبکې هم تر کار لاندې دي.
د یادو شبکو ترڅنګ، د یوه استنادي دېوال او یوې بلې اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارې هم د بنسټ ډبرې په اېښودلو پیل شوې دي.
سرچينه: شرق نيوز

