د افغانستان بانک ویاند حسیبالله نوري وايي، په تېر یوه کال کې د شاوخوا ۲.۵میلیارده افغانیو په ارزښت زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه له پولي دوران څخه راټول او له منځه وړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، هېوادوال کولی شي د افغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو ته په مراجعه کولو سره خپل زاړه بانکنوټونه له نویو بانکنوټونو سره بدل کړي.
سرچینه : شرق نیوز

