دکونړ ولایت څوکې ولسوالۍ دیوه ګل دره چې تیري مرګونې زلزلې پکې ګڼو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول د نورو ستونزو سریبره مخابراتي اسانتیاوو ته په سم ډول لاسرسۍ نلري چې د مسولینو څخه پدې برخه کې د پاملرني غوښتنه کوې.
د نورګل ولسوالۍ مزار دره او د څوکې ولسوالۍ دیوه ګل دره هغه سیمي دي چې د زلزلې له امله پکې میشتو خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
زلزلې دلته د تګ راتګ لوي لارې د اوبو رسولو پایپ سکیمونه.کرنیزې ځمکې او مخابراتي شبکې لمنځه وړې دي
که څه هم په زلزله ځپلو سیمو کې په بیلابیلو برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې شوې خو لا هم هڅې روانې دي
بلخوا د کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسولین ډاډ ورکوي چې اوس مهال په دیوه ګل دره کې په یوه نوي مخابراتي سایټ کار روان دی چې په ترسره کیدو سره به يې د خلکو ستونزې تر ډیره بریده حل شې.
نه یوازې د څوکې ولسوالۍ دیوه ګل دره چې خلک پکې مخابراتي اسانتیاوو ته په سم ډول لاسرسۍ نلري بلکې ددې ولایت ډیری لیرو پرتو سیمو کې میشت خلک ددغه ستوتزې سره مخ دي او د چارواکو څخه يې د حل په برخه کې غوښتنه کوې.
راپور : پرویز مومند

