د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، په تېر یوه کال کې ۱۲۶زره او ۹۵۲ زدهکړیالان په دولتي او ۸۵زره ۲۲۷ نور هغه په خصوصي پوهنتونونو کې په زدهکړو بوخت وو.
نوموړي د حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې کنفرانس ته ویلي، همدې موده کې په کوردننه ۲۹۰ استادان هم د ماسټري او دوکتورا پروګرامونو ته ور پېژندل شوي دي.
هغه دغه راز ویلي، تېر کال د اسلامي امارت مشرتابه په حکم د بدخشان او غزني پوهنتونونو ته د طب پوهنځي هم ورکړل شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

