د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبلکه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تازه د جمعې په ورځ له پاکستان او ایران هیوادونو څخه ۱۰۴۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵۱۳ تنو ته رسیده هیواد ته بېرته راستانه شول
فطرت لیکلي د تورخم له لارې (۹۱۵) کورنۍ چې (۴۹۷۱) تنه یې د کورنیو غړي وو هېواد ته ستانه شوي او له تورخم څخه (۴۷۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۰۳) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۰۳۴۸۳۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده
مرستیال ویاند لیکي د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۸۷۸) کورنیو سره مجموعًا (۷۴۰۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده
خبرباڼه کې راغلي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۳۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰۷) تنه و هېواد ته راستنې او له سپین بولدک څخه (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۶) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۵۱۴۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده
خبرپاڼه وایي بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۳) کورنیو سره مجموعًا (۴۷۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده
سرچینه وایي د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۷۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همداراز (۱۰۱۳) مسافر هېواد ته راستانه شوي او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴) کورنیو سره مجموعًا (۲۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده
د اسلامي امارت مرستیال ویاند له لوري په دې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د اسلام کلا له لارې (۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴) تنه و هېواد ته راستنې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۳) کورنیو سره مجموعًا (۹۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده
ده لیکلي د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۰) تنه و هېواد ته راستنې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴) کورنیو سره مجموعًا (۴۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
خبرپاڼه وایي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۱۸۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۳۳) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۸۸۸۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
سرچینې زیاته کړې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو
د ویلو ده چې پر يادو راستانه شویو کورنیو باندې ۱۰۰۳ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي

