ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست او د افغانستان لپاره د هالنډ کميټې په تخنیکي او د کرنې نړيوال صندوق پر په مالي مرسته د دغه ولایت په ښار او اتو ولسوالیو کې د پنځوس زره وړو شخوند وهونکو څارویوته دانټيروټيکسیمیا واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند وايي دغه واکسین به په خوندي ډول ځانګړو شویو ولسوالیو ته ولیږدول شي او د شپږ ووېشت مسلکي وترنر ډاکټرانو پرمټ به وړو شخوند وهونکو څارویو ته تطبیق شي.
نوموړی زیاتوي د دغه واکسین د تطبیق څخه يې موخه د څارویو سکټورپیاوړتیا او د څارویو د ساري ناروغیو مخنيوي او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ دی.
مسوولین زیاتوي د واکسینو دغه لړۍ به پاتې نورو ولسوالیو ته هم وغځوي .
دغه واکسین به د مسلکي ډاکټرانو پرمټ په جلال اباد ښار، خوږياڼو ، سره رود ، دره نور، کوزکونړ ، کامې ، بهسود ، کوټ او روداتو ولسوالیوکې د دوه افغانیو په بدل کې څارویو ته تطبیق شي.
ډاکټران وايي دغه واکسین د انټیروټيکسیمیا ناروغۍ څخه د مخنيوي په موخه په وقایوي ډول تطبیقيږي.
اسهالات ، شدید تبه او د څارویو پراخه مړینه حيواني ډاکټران د دغې ناروغۍ نښې نښاني يادوي او زیاتوي چې په دغه موسم کې تطبیقول خورا اړین دي
راپور : سباوون ساحل

