د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد اوسېدونکي د ښار د پراخوالي، د ماسټر پلان د تطبیق او د پیاده لارو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د دې ولایت اوسېدونکي وايي، اسعدآباد ښار په پخواني او محدود ډول جوړ شوی چې نه یوازې کوچنی دی، بلکې د پیاده تګ راتګ لپاره هم مناسبې اسانتیاوې نه لري.
دوی له مسوولینو غواړي چې ښار د ماسټر پلان له مخې منظم او پراخ کړي، څو ښاریانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
اوسېدونکي زیاتوي چې د ښار موجوده جوړښت د خلکو د ورځنیو چارو پر وړاندې ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي، او د ګڼې ګوڼې له امله اسعدآباد نه یوازې د کونړ، بلکې د نورستان د اوسېدونکو لپاره هم د اړتیاوو د پوره کولو مرکز دی.
بل لور ته د اسعدآباد ښاروالۍ مسوولین وايي چې د ښاري پراختیا په برخه کې یې هڅې پیل کړې دي.
د دوی په وینا، د ښار د پراختیا ستراتیژیک پلان منظور شوی او په نږدې راتلونکي کې به د لوړو مقاماتو په هدایت عملي شي.
د اسعدآباد د پراختیا لپاره ماسټر پلان له مخکې جوړ شوی، خو تر اوسه په بشپړ ډول نه دی تطبیق شوی.
اوس د اسلامي امارت مسوولین ډاډ ورکوي چې نوی ستراتیژیک پلان به په منظم ډول عملي او د ښاري پراختیا په برخه کې به عملي ګامونه پورته شي.
راپور : پرویز مومند

