د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې چارو د چټکتیا او معیاري پلي کېدو لپاره به د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې له ۱۹مې نېټې وروسته یاده لار تر بلې خبرتیا پورې د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شي.
د وزارت په وینا، د سالنګونو د بیارغونې چارې اوس مهال په بېلابېلو برخو کې روانې دي او د پروژې د پر وخت بشپړېدو لپاره د درنو وسایطو تګ راتګ لنډمهاله محدودېږي.
ټولګټو وزارت له ټېلري موټرچلوونکو غوښتي چې تر ټاکلې نېټې مخکې خپل بارونه دواړو لورو ته انتقال کړي او له هغې وروسته دې د سالنګونو له لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي، څو د رغنیزو چارو بهیر له خنډ سره مخ نه شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له ټېلري موټرو پرته نور باروړونکي او مسافروړونکي وسایط به د ترافیکي اصولو او د سالنګونو د مسوولینو د لارښوونو له مخې، پر یاده لویه لار عادي تګ راتګ ته دوام ورکړي.
سرچينه:ټولګټو وزارت

