ننګرهار کې په لومړي ځل د څارویو د درملنې په موخه د پنځوس میلیونه افغانیو په پانګونه د څارویو او چرګانو د درملنې يوه روغتون جوړ شوی
مسوولین يي وايي روغتون يې په مجهزو وسایلو سمبال دی چې موخه يې د مالدارنو سره د مالدارۍ سکټور په پیاوړتیا کې فعاله ونډه اخستل دي.
په دغه روغتون کې د څارویو او چرګانو د ناروغیو تشخص ، د څارویو بیلابیل ډوله جراحي عملیاتونه ، مصنوعي القاح او د یوه مجهز لابراتوار په درلودو سره بیلابیل ډول لابراتواري معینات ترسره کیږي.
د دغه روغتون مسوولین وايي په نږدې راتلوونکي به په اوه ولایتونو کې خپلې څانګې فعاله کړي.
ننګرهارمېشتې دغه روغتون د څارویو درملنې ، مالدارۍ او چرګانو د سکټور د پرمختګ برخه کې خورا غوره اقدام یادوي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د دغه ډول پانګونې ستاینه کوي او زیاتوي چې د مالدارۍ او چرګانو سکټور کې د دغه ډول پانګوالو سره هر اړخیزه همکارۍ ته ژمن دي.
دا په داسې حال کې ده ، چې تر دې دمه په دغه ولایت کې د څارویو د درملنې په موخه د يوه دولتي کلینک وراخوا په دومره لویه کچه د درملنې مرکز شتون نه درلود او ډيرې وخت به مالدارانو د څارویو د درملنې په ځای د پلور او ذبح کولو فکر کاوه
راپور : سباوون ساحل

